د افغان سولې په برخه کې ټول خنډونه په فرصتونو بدلېږي. د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي هڅه کوي د افغانستان د سولې په برخه کې ټولې ستونزې او خنډونه په فرصتونو بدل کړي. دده په خبره امریکا غواړي د افغانستان جګړه له سیاسي لارو حل شي له همدې امله یې له ګڼو افغان چارواکو سره کتلي دي او غواړي ددوی نظریات ټول کړي. زلمي خلیلزاد ویلي چې د افغانستان د سولې پروسې اصلي مشري به افغانستان کوي او امریکا یوازې غواړي دغه خبرو او مذاکراتو زمینه برابره کړي. نوموړي ویلي امریکا پر هغو مذاکراتو او خبرو ټینګار کوي چې مشري او مالکیت یې د افغان حکومت په لاس کې وي. خلیلزاد پر طالبانو او افغان حکومت هم غږ کړی چې د سیاسي مذاکراتو لپاره خپل استازي وټاکي. په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفیرجان باس بیا ویلي چې طالبان عام افغانان وژني، هېواد ته یې نا امني راوستې ده نو ددې وخت دی چې خپلې وسلې کېږدي او سولې ته مخه کړي.



































