د هند ولسمشر رام نات کوېندا د تاجکستان په پلازمینه دوشنبې کې د خبرو پر مهال ویلي هند په ټوله سیمه او نړۍ کې د سولې غوښتونکی دی. دده په خبره هېواد یې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو په مقابل کې درېدلی دی، د ترهګرۍ ضد غږ یې اوچت کړی دی او په نړۍ کې یې پر سوله ټینګار کړی دی. رام نات ویلي له همدې امله هند دا ستره اړتیا بولي چې افغانستان ته ثبات راشي او په سیمه کې دغه مهمه برخه د ترهګرۍ او جګړو له آفت خلاصه شي. هغه پر تاجکستان غږ کړی چې له هند سره په څنګ کې د افغانستان په ثبات پرمختګ او سوله کې همکاري وکړي. نوموړي پر نړیوالو هم غږ کړی چې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په مقابل کې ودرېږي او پر خپلو حکومتونو فشار راوړي چې د ترهګرو ملاتړ هېوادونه له نړیوالو بندیزونو او انزوا سره مخ کړي.




































