ازبکستان او المان وايي په ګډه به په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو پانګونه کوي. د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف له الماني استازي سره کتلي دي. دواړو لورو په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر مهمو پروژو پر پانګونې خبرې کړې دي. د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي ویلي چې په افغانستان کې سولې او امنیت ته جدي اړتیا ده، خو د اقتصادي پرمختګ او بیا رغونې په برخه کې هم المان تل همکارۍ کړې دي. د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي په دې لیدنه کې ویلي چې المان دې ورسره په افغانستان کې د رېل پټلۍ، روغتیا او پوهنې په برخه کې پر ګډو پروژو پانګونه وکړي څو وکړی شي په دې توګه ددغه هېواد په جوړولو کې همکاري وکړي. المان هم ژمنه کړې چې د ګډو پروژو د پیل لپاره به پر خپلو طرحو او پلانونو کار کوي.




































