د تودوخې لوړه درجه د بدن د نظام له اغېزمنولو سره سره، د خوب ستونزې، ستړیا او د تمرکز وړتیا کمزوري کولو لامل گرځي او انسان پر روغتیايي ستونزو اخته کوي.
له همدې امله دا ډېره مهمه ده چې انسان د هوا حالاتو او مختلفو فصلونو په پام کې نیولو سره ورځني خواړه او مشروبات انتخاب کړي چې په دې ډول د هوا له کبله له پېښېدونکو ناروغیو او روغتیايي ستونزو مخه نیولای شي.
د ناریال اوبه
دغه طبیعي مشروب د گرمۍ لپاره تر ټولو ستره ډالۍ گڼل کېږي. دغه مشروب بې شمېره روغتیايي گټې لري او د بدن تودوخې په ټیټولو کې مهم رول لوبوي.
د لیمو اوبه
لیمو هم د گرمۍ د ناوړه اغېز په له منځه وړلو کې د پام وړ مرسته کوي. لیمو د ویټامین سي د لرلو له امله روغتیايي گټې لري او انسان له مختلفو ناروغیو ژغورلای شي.
تروې
مستې د بدن تودوخې د له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره خواړه دي. له مستو څخه جوړې شوې تروې هم د گرمۍ په له منځه وړلو کې ډېره مرسته کوي او په انسان خوب هم راولي.
سړه قهوه
د ورځې په پیل کې انسان کافین نومي موادو ته اړتیا لري چې له همدې امله سهار وختي سړه قهوه پر نورو بې شمېره روغتیايي گټو سربېره، د گرمۍ ناوړه اغېز هم له منځه وړي او د تمرکز وړتیا لوړوي.