انسان په منځني ډول د خپل عمر ۱ پر ۳ برخه خوب کوي. دوی د خوب کولو بېلابېل حالتونه او موقعیت ټاکي. څېړنې ښيي چې پړمخې (د خېټې په خوا) خوب د صحت لپاره د خوب غیر صحي ډول دی. ډاکټران وايي، هغه څوک چې پړمخې ویده کېږي، خوب به يې ناارامه او ناراحته وي.
څېړونکي زیاتوي چې پړمخې خوب د ملا او غاړې دردونه پیدا کوي او د وینې جریان هم ورسره سلو (ورو) کېږي.
د ماشومانو لپاره پړمخې خوب یوه بله ستونزه هم زیږوي. هغه ماشومان چې پړمخې ویده کېږي، په سمه توګه اکسجن نه شي اخیستلای. کله چې انسان پړمخې ویده کېږي، پر سږو فشار راځي. کله چې پر سږو فشار راشي، وینې ته په سم ډول اکسجن نه رسېږي او انسان ور سره ناراحته کېږي. که په سم ډول د بدن ټولو برخو ته اکسجن او وینه ونه رسېږي، د بدن د دردونو لامل کېږي او انسان د دې احساس نه کوي چې سم خوب یې کړی دی.
په اسلام مبارک دین کې هم پړمخې خوب ښه نه دی ګڼل شوی. د خوب هماغه سنت طریقه هم څېړنو ثابته کړې، چې د خوب لپاره غوره طریقه ده. په ښي اړخ ویده کېدل، د ښه صحت لپاره ګټور دي.