له نېکه مرغه نن سبا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې کروندګرو په عصري ډول د بادرنګو کښت ته مخه کړې ده، نو په بازارونو کې هم په زیاته کچه پیدا کېږي او ان نږدې ګاونډیو هېوادونو ته هم صادرېږي. دغه سبزي د انسان د روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري، چې دلته یې له ډلې ځینو ته یادونه کوو:
۱- د اوبو غوره سرچینه ده. بادرنګ ۹۶ سلنه اوبه لري. که اوبو ته لاسرسی نه لری، نو بادرنګ وخورئ.
۲- بادرنګ د زړه د سوخت مخه نیسي او که پوستکی وسوځي او بادرنګ پرې کېښودل شي، نو سوخت یې کمېږي.
۳- بادرنګ د انسان د سیسټمونو په پاکولو کې مهم رول لري او د ګردې د ډبرې مخه نیسي.
۴- بادرنګ د(اې، بي او سي) ویټامینونه لري، چې په زیاته اندازه انرژي تولیدوي.
۵- بادرنګ مګنیزیم، پوتاشیم او سلیکان لري، چې د پوستکي په روغ ساتلو کې ډېر مهم دي.
۶- بادرنګ د وزن په کمولو کې مرسته کوي.
۷- که د بادرنګ ترازې (برخې) په سترګو کېښودل شي، نو سترګې روښانه ساتي.
۸- بادرنګ د سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي.
۹- بادرنګ د وینې فشار نورمال ساتي.
۱۰- بادرنګ د خولې بدبويي ختموي.