شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

    ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه افغانستان

د سېلاب قول اردو دوه پخواني چارواکي د پاکستان استخباراتو ته د جاسوسۍ په جرم پر بند محکوم شول

اکتوبر 10, 2018
in افغانستان
0 0

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو دوه لوړپوړي افسران د پاکستان استخباراتي شبکې (ISI) ته د جاسوسۍ په تور  پر شل – شل کاله تنفيذي بند محکوم شول.

د دې قول اردو د دويمې پلې لوا د درېيم کنډک پخوانى قوماندان ډګروال شاه محمود او د همدغه کنډک د ثقيله ټولي قوماندان تورن نذيرالله دوه کاله وړاندې د پاکستان استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور نيول شوي وو.

د يادو کسانو محاکمه د تلې په ۱۷مه د دې قول اردو اړوند په استيناف محکمه کې په علني ډول ترسره شوه.

په پيل کې د قضايي جلسې د موظف څارنوال نورمحمد له لوري د تورنو کسانو صورت دعوا وړاندې شوه چې پکې ياد کسان د پاکستان له استخباراتي شبکې (ISI) سره د اړيکو، هغې ته د جاسوسۍ او له هېواد سره پر خيانت تورن شول.

هغه د غونډې ګډونوالو ته د ثبوت په ډول د دواړو تورنو اعترافات هم واورول چې د ملي امنيت په اداره کې ترې ثبت شوي وو.

ورپسې د تورنو کسانو مدافع وکيل توريالي مقنن له خپلو مؤکلينو دفاع وکړه او ټينګار يې وکړ چې پر مؤکلينو يې د امنيت له لوري په زور اعترافات شوي او د څېړنو پر مهال ځورول شوي هم دي.

تورنو کسانو هم ويل چې اعترافات ترې په زوره شوي، خو د قضايي هيئت د مشر له لوري ترې د ثبوت غوښتلو په صورت هغوی غلي پاتې شول.

په پای کې د غونډې د قضايي هيئت مشر جګړن نجيب الرحمن نديم د قضايي هيئت پرېکړه اعلان کړه، چې دواړه کسان پکې هېواد ته د خيانت کولو او د پاکستان له استخباراتي شبکې (ISI) سره د اړيکو په جرم پر شل – شل کاله تنفيذي بند محکوم شول.

د غونډې قضايي پلاوي اعلان وکړ چې دا پرېکړه وروستۍ نه ده او د قضيې دواړه اړخونه کولای شي چې د استيناف غوښتنه وکړي.

تر دې څو ورځو وړاندې هم د دې قول اردو د څلورمې لوا د يوه ټولي قوماندان د وسلو د غلا په جرم پر لس کاله تنفيذي بند محکوم شوی و.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

جولای 25, 2026

امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

جولای 25, 2026

ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

جولای 25, 2026

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In