ټولو ته معلومه ده چې اوسنی افغانستان په ۱۷۴۷ کال کې د نړۍ په نقشه کې رامنځته شوی دی. خو تاسو پوهیږئ که نه ؟ د چین او افغانستان ترمنځ تګ راتګ څه دپاسه ۲۰۰۰ کلن تاریخ لري. د میلاد نه مخکې په ۱۴۰ کال کې د چین د هان د امپراطورۍ په موده کې استازي جانګ چیان د امپراطور په غوښتنه له چین څخه لویدیځې خوا ته سفر وکړ. هغه د اوسني بلخ مرکز مزارشریف ته ورسید او هلته کابو یو کال پاتې شو. جانګ چیان د ورېښمو لرغونې لارې یو عمده بنسټ ایښودونکی بلل کیږي او د چین او افغانستان ترمنځ د رسمي تګ راتګ په باره کې لومړنی کس و. د چین د وخت په تاریخي سند کې د افغانستان د دغې سیمې په اړه داسې لیکل شوي: ځمکه یې حاصل خیزه ده، لوټماران کم لیدل کیږي او د خلکو ژوند یې ارام او ثابت دی.
یوه موده مخکې مې خبر ترلاسه کړ چې په کابل کې به د چین سفارت د مزارشریف په علی اباد سیمه کې د نجونو لپاره یو مکتب جوړ کړي او نوم به یې جانګ چیان مکتب وي. جانګ چیان د چین او افغانستان ترمنځ د دوستۍ پرانیستونکی او پیلوونکی و.
د دې ترڅنګ په چین کې یوه تاریخي کیسه له زرو کالونو راهیسې ډیره مشهوره ده چې راهب هوسان لویدیځ ته سفر وکړ. د چین د تانګ امپراطورۍ په موده کې راهب هوسان د افغانستان ډېرو ځایونو ته هم تللی و. هغه په ۶۲۷ کال کې حرکت وکړ او په ۶۴۵ کال کې بیرته چین ته ستون شوی و. هغه په خپل یونلیک کې په هغه وخت کې د افغانستان په خاوره کې د یوه ځای په اړه چې کاپیسا نومیده، داسې لیکلي دي: دغه ځای ډیر لوی دی. شمالي خوا یې په واورو پوښلی غر دی او په نورو خواوو کې هم د غرونو لوړې څوکې ښکاري. غنم، شولې او د مېوو ونې، ښه آسان او د غاټول ګلان پکې ډیر دي. د دې هېواد په بازارونو کې د شاوخوا سیمو ډېر او پرېمانه توکي هم لیدل کیږي.
د چین او افغانستان ترمنځ تبادله یو طرفه نه بلکې دوه طرفه ده. د چین د مینګ امپراطورۍ په موده کې یعنې په جنوبي اسیا کې د تیموریانو امپراطورۍ په وخت، له ۱۴۱۹ کال نه تر ۱۴۲۲ کال پورې د تیموریانو امپراطورۍ دوهم شاه یعنې پاچا شاه روخ چین ته یو لوی پلاوی راولیږه چې ۵۰۰ تنه غړي یې لرل. دوی د چین په پایتخت کې ۵ میاشتې پاتې شول. د دغه پلاوي یو غړي هم یو یونلیک لیکلی دی چې په کې د چین د وخت سیاست، اقتصاد، خلکو او دودونو په اړه معلومات یاد شوي دي.
پر یاد تاریخي بنسټ څرنګه چې د دواړو هېوادونو او ولسونو ترمنځ دوستانه اړیکو شتون درلود او سره اشنا وو، افغانستان د چین د ولسي جمهوریت د جوړیدو په لومړي وخت کې په رسمیت پېژندلی او ورسره یې سیاسي اړیکې ټینګې کړې دي. د ۱۹۵۵کال د جنورۍ په ۲۰ مه نېټه افغانستان او چین په رسمي توګه دېپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې دي. د دېپلوماتیکو اړیکو له ټینګښت وروسته د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ دوستانه تګ راتګ هم زیات شو. د چین د وخت صدراعظم جو این لای او د صدراعظم مرستیال چن یي افغانستان ته سفرونه کړي او دغه راز د افغانستان د وخت پاچا محمد ظاهر شاه او ملکې حمیرا هم له پاچا سره یو ځای چین ته سفر کړی و. د چین د هېواد رهبر او زعیم ماو ځه دونګ او د وخت د دولت رئیس لیو شاو چي له پاچا ظاهر شاه سره هم ملاقاتونه کړي وو. په ۱۹۶۰ کال کې دواړو هېوادونو د دوستۍ تړون او په ۱۹۶۳ کال کې د سرحداتو تړون لاسلیک کړي دي. د تیرې پيړۍ په ۶ او ۷ لسیزه کې زموږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلابیلو برخو ترمنځ تګ راتګ او هم تبادلې ډیرې وې. خو بیا وروسته په افغانستان کې د جګړې او د امنیت خرابوالي له امله په ۱۹۹۳ کال کې په افغانستان کې د چین سفارت د لنډې مودې لپاره بند شو. له نېکمرغه په ۲۰۰۲ کال کې په کابل کې د چین سفارت بیا ترمیم او پرانیستل شو.
له ۲۰۰۲ کال څخه په بېلابېلو برخو کې د چین او افغانستان ترمنځ تګ راتګ مخ پرزیاتیدو دی. په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان د وخت ولسمشر حامد کرزي چین ته سفر وکړ او د دواړو هېوادونو مشرانو اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ او دوستانه اړیکې دې ټینګې شي. په عین وخت کې چین تر وسې پورې په بیلابیلو ساحو کې افغانستان ته دوستانه مرستې هم برابرې کړې دي او کوي یې.
د ولسمشر په توګه له ټاکلو وروسته بهر ته د ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي رسمي سفر تم ځای چین و. د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۲۸ مه نېټه د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د ولسمشر غني لپاره د هرکلي تاوده مراسم جوړ کړل. په همدې ورځ دواړو مشرانو خبرې اترې سره وکړې او دواړو خواوو د همکاریو یو لړ سندونه لاسلیک کړل. دواړو خواوو د چین او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکارۍ او دوستانه اړیکو د ژورتیا ګډه اعلامیه هم خپره کړه.
د ۲۰۱۶ کال د مې میاشتې په ۱۵ مه نېټه د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم چین ته رسمي سفر وکړ. د دې سفر په ترڅ کې ډاکټر عبدالله د چین له صدراعظم لي که چیانګ سره یوه مهمه ګډه اعلامیه خپره کړه چې د همکاریو پراخ محتویات په کې شامل دي.
د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۲۶ مه نېټه د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو دیالوګ په بېجینګ کې جوړ شو او ډیرې مهمې موافقې یې ترلاسه کړې دي. افغانستان او پاکستان کولی شي خپلې انکشافي ستراتیژۍ د یو کمربند او یوې لارې له ابادۍ سره پیوسته کړي او دری واړه هېوادونه به تر دې چوکاټ لاندې د همکاریو بحثونه وکړي. د چین د دولتي شورا غړي او خارجه وزیر وانګ یي له یاد ملاقات وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ګډو ګټو پربنسټ به د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلیز په مناسب ډول افغانستان ته وغزول شي. له لیرې نظره به یې د افغانستان له لارې د چین- منځنۍ آسیاـ لویدیځې آسیا له اقتصادي دهلیز سره هم پیوسته شي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د افغانستان سوله او سمسورتیا د چین په ګټه ده. ځکه چې دواړه هیوادونه ګاونډیان دي. له جیوپولیتیک نظره هیڅوک خپل ګاونډیان نه شي انتخابولی. یوازنۍ سمه لار دا ده چې له خپلو ګاونډیانو سره په سوله ییزه او سمسوره فضا کې ګډ ژوند وشي. په چین کې یو متل دی وایي: د لیرې خپلوان په پرتله نږدې ګاونډیان ښه دي.




































