الزایمر ناروغۍ او د عقل زوال نن سبا له پنځو میلیونو ډېر امریکایي وګړي له ستونزو سره مخ کړي دي. څېړنو ثابته کړې چې په اتو امریکایانو کې یو یې پر دې ناروغۍ اخته دی. په امریکا کې له شپږو هغو عواملو چې د زیاتې مړینې لامل کېږي، یو یې هم د الزایمر ناروغي ده چې د درملنې لازمې لارې چارې یې لا هم سمې نه دي په ګوته شوې. د الزايمر پر ناروغۍ د اخته وګړو، دوه پر درېيمه برخه ښځې دي. د څېړنو له مخې پر الزایمر ناروغۍ د اخته ۱۶ سلنه ښځو عمرونه له ۷۱ کلونو زیات ښودل شوي دي. خو په نارینه وو کې بیا ۱۱سلنه هغه کسان پر الزایمر ناروغۍ اخته دي، چې عمرونه یې له ۷۱ کلونو لوړ دي. څېړنو ثابته کړې چې لوړ عمر الزایمر ناروغۍ ته لار هواروي. د څېړنو پایلې دغه راز ښیي چې پر الزایمر ناروغۍ د اخته کسانو له دریو دوه برخې یې ۸۵ کلن دي. لږ تر لږه ۴۵ سلنه کسانو چې پر دې ناوړه ناروغۍ اخته شوي دي ویلي، چې هېڅ داسې نښې نښانې یې په لومړي سر کې نه دي لیدلې، چې پر وړاندې یې لاس پکار شوي وای.