تازه څېړنې ښيي چې لوګی او ګرد و غبار د مېرمنو په پوستکې تور داغونه پیدا کوي.
څېړنو ثابته کړې چې په ښار کې د موټرونو او نورو ماشین لرونکو وسایلو دود د مېرمنو په پوستکي تور داغونه پیدا کوي او په ټوله کې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.
دا تازه څېړنه په جرمني کې تر سره شوې ده. په څېړنه کې راغلي چې د ښاري هوا ککړتیا، لوګي او ګردونه د سږو د ناروغیو او د سږو د سرطان لامل هم کېږي. هغه تور داغونه چې د مېرمنو په مخ پیدا کیږي، په لومړي سر کې ممکن واړه او کوچني وي، خو د وخت په تیریدو سره دا داغونه غټېږي، چې د مېرمنو ښکلا ورسره پوره زیانمنېږي.
په یاده ناروغۍ د پاخه عمر مېرمنې نسبت ځوانو نجونو ته ډېرې ژر اخته کیږي. دا چې ځوانې مېرمنې تر زړو هغو ډېرې د خپلې ښکلا خیال ساتي او ارزښت ورته لري، نو که غواړي د خپل مخ ښکلا یې پر ځای پاتې او زیانمنه شوې نه وي، نو له پورتنیو عواملو د ځان وساتي. لکه څه ډول چې مخکې وویل شول، د ښکلا په له منځه تلو سربېره ګرد، دوړې او د وسایطو دودونه د ډېرو تنفسي او پوستي ناروغیو لامل هم کېدای شي.