استونیا وایي دوی له افغانستان سره د سایبري امنیت په برخه کې همکاري کوي. د استونیا ددفاع وزیر جوري لوییک له افغان ولسمشر سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان د سولې له روانو هڅو ملاتړ کوي. دده په خبره دوی همدا راز د ناټو په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته هم ادامه ورکوي. لوییک ویلي چې هېواد یې د سایبري امنیت په برخه کې لویه تجربه لري او غواړي په دې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ او مرسته وکړي. ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې د استونیا له همکاریو مننه کړې ده او د ناټو په چوکاټ کې یې ددوی هڅې ستایلې دي. ولسمشر ویلي، افغانستان د ملګرو هېوادونو همکاریو او ملاتړ ته اړتیا لري څو وکړی شي په سیمه کې د همکارۍ په مرکز او محور بدل شي.




































