روغتیا پالان وایي، ځینې هغه خواړه چې په خپل ترکیب کې اوسپنه لري، که له لیمو سره وخوړل شي، د بدن د اړتیا وړ اوسپنه پوره کولی شي.
لیمو او مالټه:
لیمو او مالټه له ويټامین سي څخه مالامال مېوه ده او د روغتیا لپاره ګټوره بلل کېږي. کولی شی په سهارنۍ کې هم د مالټې له جوسو څخه ګټه واخلی. دغه راز په سلاد کې د لیمو په کارولو سره به مو د بدن د وینې له کمښت څخه مخنیوی کړی وي.
الو:
الو د مېوو له ډلې هغه مېوه ده چې ډېرې روغتیایي ګټې لري. دغه خوندوره مېوه هضم اسانه کوي، قبضیت او التهاب له منځه وړي، دردونه اراموي او په ټوله کې د اوسپنې سرچینه بلل کېږي چې دغه څه بیا د کم خونۍ مخه نیسي.
مڼه او ناک:
مڼه خوندوره او مغذي مېوه ده، کېدای شي تاسو هم اورېدلي وي چې په ورځني ډول د یوې مڼې خوړل مو له ډېرو ناروغیو ژغوري. دغه راز ناک هم د هغو مېوو په ډله کې راځي چې د مڼې په شان د بدن اوسپنه پوره کوي. د دې لپاره چې له دې دواړو مېوو څخه مو په سم ډول ګټه پورته کړې وي، ښه ده چې د دواړو مېوو ترکیب جوړ او بیا نوش جان شي.