هغه کسان چې د خدای پاک پر نعمتونو شکر باسي، تل له نورو څخه متفاوت ژوند لري او په ډېرې اسانۍ سره کولای شي له ستونزو ځان وباسي، مثبت احساسات لري او ډېر هغه څه ته چې په ذهن کې یې دي، ځان رسولای شي؛ ځکه دوی هره ورځ هغه څه چې لري یې، که هر څومره کم هم وي د خدای پاک شکر باسي، یو وخت به و وینئ چې د خوشالیو سیل درباندې را روان وي، کله مو چې دغه عادت ته په ځان کې روزنه ورکړه، پر یوه خوشاله، مثبت فکره او سالم انسان بدلېږی. خدای پاک خپله وایي، که مو زما په درکړو نعمتونو شکر و ایست، هغه ده چې درته زیات به یې کړم.
لوړې هیلې ولرئ!
کله چې لوی فکر کوی او لوړې هیلې لری، ډاډه اوسی چې ضرور به خپلو موخو ته رسېږی. د وړو فکرونو پر ځای لوی هغه وکړئ، څو مو ذهن پراخ شي او په اسانۍ سره وکولای شی خپلو موخو ته ورسېږی. زموږ فکر زموږ د ژوند زیږنده دی، څه ډول چې فکر کوی، هغسې به ژوند کوی. نو غوره او لوی فکر وکړئ، څو غوره ژوند ولری.