بلخ ولايت کې د پوليسو له تعليمي مرکز ۸۱۹ سرتېري فارغ شول چې نا امنو ولايتونو ته به د دندو اجرا کولو لپاره ولېږل شي. د کورنيو چارو وزارت اداري معين لوی پاسوال عبدالجبار پردلي په مزار شريف کې د ۸۱۹ فارغ شويو سرتېرو په اړه په جوړ شوي پروګرام کې وويل چې دغه پوليس به نويو قطعو ته ځي او د خلکو د امنيت د خونديتوب دنده به پر مخ بيايي . نوموړي ملي پوليس د هېواد رښتيني بچيان ياد کړل چې په وينا يې د هېواد له ملي او اسلامي ارزښتونو به په کلکه دفاع کوي . نوموړي هيله مندي وښوده، چې دغه پوليس به د دندې پر مهال له ټولو هغو لارو چارو کار واخلی چې د شپږو مياشتو په ترڅ کې يې په دې برخه کې زده کړې تر سره کړې دي . پردلي زياته کړه چې نوي فارغ شوي سرتېري به د هېواد نا امنو ولايتونو لکه بلخ، فارياب، سرپل، فراه، اروزګان، هلمند، زابل، غزني او نورو هغو سيمو ته چې امنيتي وضعيت په کې ښه نه برېښي ولېږدول شي .




































