د مثبت بدلون لپاره هېڅکله هم ناوخته نه دی. ډېری وخت موږ د تېر په اړه فکر کوو، په داسې حال کې هغه څه چې له لاسه مو ورکړي، وخت پرې تېر شوی او بیا لاسته نه راځي. د دې پر ځای ښه ده چې د خپلو نوو موخو په اړه فکر وکړو چې کومه موخه مو کولای شي ښه راتلونکې را په برخه کړي. په دې اړه فکر وکړئ چې پاتې عمر مو څه ډول تېر کړی، کومې ستونزې مو په مخ کې دي او څنګه کولای شی ترې د وتلو لاره پیدا کړی او پرې بریالي شی؟ د داسې څه په اړه فکر وکړئ چې څنګه کولای شم خپلې موخې ته یو قدم نور هم نږدې شم؟ یو قدم نن واخلئ او یو هم سبا.
د ځان خوشالولو لپاره بهانه ولټوئ
په ژوند کې ډېر واړه شیان هم شته چې تاسو خوشالولی شي. لږ تر لږه د ورځې یوازې دری دقیقې وخت مو د ځان لپاره په پام کې ونیسئ. کتاب، فلم او یا همداسې یوه موضوع چې تاسو خوشالولای شي، ځان پرې خوشاله کړئ. دغه تجربه خورا بریالۍ ده، ډېرو خلکو کارولې ده او ښه پایله یې ورکړې ده.