په کلي ډول بریا یوازې پر قوي ایمان او ارادې پورې تړلې ده، هغه لاره چې تاسو د ځان لپاره ټاکلې ده او غواړی له دې لارې بریا ته ورسېږی؛ که پوره ایمان او باور پرې ونه لری، لرې نه ده چې له سختو توپانونو او خنډونو سره به مخ شی او بالاخره به خپلې موخې ته په رسېدو کې ناکام شی.
سمه ده، د دې لپاره چې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره هڅې او کار کولو ته هم اړتیا شته، خو ایمان او باور یې اصلي لاملونه دي. دا مو موخې ته د رسېدو لپاره له هغو ستونزو او خنډونو سره مبارزې ته چمتو کوي، چې مخې ته مو راځي.
دا خبره هم سمه ده چې کېدای شي کله کله موخې ته د رسېدو لپاره له ځینو ستونزو سره مخ شی او له خپلې موخې مو زړه توري کړي، خو که پوره ایمان او باور ولری او غواړی د نېکمرغۍ دروازې مو پر مخ خلاصې شي، نو پر خپل ځان باندې باور له لاسه مه ورکوئ. تل دا دوه شیان په یاد ولرئ: «پر موخه باور او د مسوولیت احساس» که مو کله دغه دوه ټکي په ځان کې نهادینه کړل، پوه شی چې نور خپلې موخې ته رسېدلي او په خپله چاره کې بریالي شوي یاست.