ولسمشر غني د امریکا د ګانګرس له رییس پاول رایان او ورسره پلاوي سره د افغانانو پر مالکیت د سولې پر پروسې او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې چې پرون ناوخته په ارګ کې تر سره شوه، دواړو لورو د دوه اړخیزې همکارۍ پر پراختیا، تروریزم سره پر مبارزې، سیمه ییزو مسایلو، د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتېژۍ پر مثبتو اغېزو، په امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د چمتووالي او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې. د سرچینې په وینا د امریکا د ګانګرس رییس او ورسره پلاوي په ملکي او نظامي سکتورونو کې د اصلاحاتو او دغه راز تروریزم ضد مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو قدرداني وکړه او له افغانستان سره یې د امریکا د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.



































