کېدای شي د ډېرو بریالیو کسانو د ژوند کیسه درته چندان الهام بښونکې نه وي او فکر وکړئ چې بریا تر ډېره د چانس خبره ده او هغه کسان چې بریالي دي، یوازې چانس یې ورسره مرسته کړې ده. په اصل کې هغوی د غرونو په شان ستونزې شاته پرېښې دي او توانېدلي چې بریا په غېږ کې ونیسي. تاسو هم کولی شی. لومړی یې له کوچنۍ موخې پیل کړئ، لومړی د ځان لپاره داسې موخې وټاکئ چې پر ځان پوره باور لری، چې کولای شی ورته رسېږی، څو په دې کار سره پر خپل ځان له لاسه ورکړی اعتماد او باور یو ځل بیا لاسته راوړی.
هو، همدا چاره درسره مرسته کولای شي چې پر خپل ځان او نفس باندې باور پیدا کړی. هر ځل چې دغو وړو مخو ته رسېږی، پر ځان مو باور زیاتېږي او له دې څخه د یوې څه ناڅه لویې موخې تکل کوی. په همدې ډول وړو کوښښونو سره کولای شی خپل بالقوه استعدادونه پر بالفعل تبدیل کړی او په پایله کې تر بریا غېږه چاپېره کړی.
په کلک هوډ درلودلو سره کولی شی موخې ته د رسېدو لپاره هغه کږې وږې لارې، د غرونو په شان لويې ستونزې تر شا پرېږدی او د توپانونو پر وړاندې خپل متین عزم له لاسه ورنه کړی.