په پکتیکا او غزني ولایتونو کې د سړک غاړې ماین چاودنو د ماشومانو په ګډون ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په جنوب ختېځ زون کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا یو ځای پر ځای شوي ماین پر ماشومانو چاودنه کړې ده، چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په اړوندو کې هم د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي. که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو حکومت ډېری وخت په داسې پېښو کې وسله وال طالبان پړه بولي، چې په خبره یې دوی په عامو لارو کې د دولتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره ماینونه خښوي چې ډیری وخت یې قربانیان عام وګړي وي.




































