روسیې ته د افغانستان د ممیزو په صادراتو کې زرګونه ټنه کموالی راغلی دی. د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي په روسیه کې د افغانستان د ممیزو بازار د ایران لاس ته لوېدلی دی او ان افغان ممیز هم د ایرانیو په نامه پلورل کېږي. ددغه ادارې په وینا د حکومت له لوري ددغه مهم محصول نه ملاتړ، د پاکټ کولو او ساتلو منظمو کارځایونو او اړینو توکو نشتوالی او همدا راز د حکومت کمزورې همکاري ددې سبب شوې چې په روسیه کې یې مهم بازار ایران ترې ونیسي. ددغه خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي چې پخوا به تر اویا زرو ټنو پورې ممیز روسیې ته صادرېدل خو اوس دغه شمېره لس زره ټنه ته را رسېدلې ده. دده په وینا د افغانستان انګور او ممیز د کیفیت او مزې له اړخ په نړۍ کې بې ساري دي، خو حکوت دغه مهم محصول ته په بازار موندنه نه دی بریالی شوی. هغه وايي که وضعیت همداسې روان وي نو ښایي د نړۍ په ډېرو برخو کې افغان توکي خپل بازار له لاسه ورکړي.




































