قرغزستان وايي د افراطیت او ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي. د قرغزستان لومړي وزیر ابولقاضییف ویلي چې په سیمه کې افغانستان او نږدې هېوادونه ټول له افراطیت او ترهګرۍ ځورېږي او ددې اړتیا ده چې ددغه پدیدې جرړه په هر اړخیزو همکاریو و ایستل شي. دده په خبره قرغزستان او افغانستان هغه هېوادونه دي چې له دې پدېدې تر نورو ډېر زیانمن شوي دي او په وینا یې په دې مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي. ابولقاضییف همدا راز د نشه يي موادو پر ضد هم مبارزه مهمه بللې ده او په وینا یې د نا امنیو او ستونزو د را پیدا کېدو یو لامل هم نشه يي توکو کاروبار دی چې د له منځه تلو په موخه یې له افغانستان سره همکاریو ته تیار دي.




































