هند له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د ډېرېدو ژمنه کړې ده. د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج د ملي یووالي حکومت له اجرایه رییس عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال ویلي چې هند له افغانستان سره اقتصادي مرستې ډېروي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې اسانتیا راولي. سوشما سوارج ویلي افغانستان او هند له یوې ترهګرۍ ځورېږي او همدې مسئلې ددواړو هېوادونو د پرمختګ مخه نیولې ده. د نوموړې په وینا هند د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه کې د افغانستان ملاتړی دی او په دې برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته تیار دی. اجرایه رییس هم د هند له مرستو مننه کړې ده او غوښتنه یې کړې چې د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې د هند پانګونه لا ډېره شي.



































