دا سمه ده چې په هېواد کې له کړکېچنو حالاتو سره کېدای شي ستاسې ژوند هم اغېزمن شي، خو خبره دومره هم د اندېښنې وړ نه ده. ځکه خدای پاک په خپله وایي، زه ستاسې ساتنه کوم. تمرکز مو باید پر دې وي چې ذهن مو په سم او مثبت ډول په حرکت راولی او تر څنګ یې لاس په کار هم شی. په زړه پورې او ښه خبره خو دا ده چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره یوازې اقتصاد زموږ سرچینه نه ده، بلکې زموږ ژوند او مرګ یوازې د خدای پاک په واک کې دی. تاسې پوهېږی چې هرڅه د خدای پاک په واک او اختیار کې دي. هرڅه ته چې غواړی ورسېږی، رسوي مو؛ خو دا په تاسې پورې اړه لري چې ایا خپله هم ورته رسېدل غواړی او که نه؟ هیله په زړه کې لری، که مو هرڅه تقدیر ته سپارلي دي؟ دا ستاسې اختیار دی چې په ستونزو کې ژوند کوی او که د ځان لپاره ښه او هوسا ژوند برابروی؟ څه چې غواړی، پر هماغه شي تمرکز هم وکړئ. دا تاسې یاست چې ټاکنه کوی. یا په بل عبارت، راتلونکې ستاسو په لاس کې ده، دا چې څه ډول یې غواړی، نن پرېکړه ستاسو راتلونکې جوړوي. نو ښه پرېکړه وکړئ، څو ښه ژوند وکړی.