ډېری مېرمنې له وداه کولو وروسته چاغېږي. دغه چاغوالی د دوی پر ظاهري جذابیت باندې ډېر زیات اغېز کوي. ځینې وایي چې له واده کولو وروسته په ښځو کې د چاغوالي یو لامل دا دی، چې دوی نور خپل اندام ته هغسې چې لازمه ده پاملرنه نه کوي، ځکه دوی فکر کوي چې خپلې موخې ته رسېدلې دي او نور یې څوک دومره د اندام او جذابیت په اړه فکر نه کوي. خو د چاغوالي قانع کوونکی دلیل به یې څه وي؟ لومړی لامل یې دا دی چې په رښتیا هم دوی اوس لکه د نامزادۍ او له هغه څخه د مخکې وخت په پرتله د خپل اندام خیال نه ساتي او له څه ډول غذایي رژیم سره چې مخ کېږي، نوش جان کوي یې او بل دا چې یو بل ته په ډېرو خوړو ټینګار کوي. تازه واده شوې مېرمنې د پېغلتوب په پرتله لږ ګرځي را ګرځي چې دا یې هم چاغوالي ته لار برابروي او تر ټولو اساسي لامل یې د راحتۍ احساس دی. مېرمن چې کله واده شي او د خپل کور او اور څښتنه شي، د راحتۍ احساس کوي او کله چې سړی راحت او ارام وي، معلومه خبره ده چې وزن یې زیاتېږي.