طالبانو منلي چې استازو یې په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي او ملګري پلاوي سره کتلي دي. د طالبانو لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی د سیاسي دفتر مشر او غړو د امریکا له مذاکراتي ټیم سره په دوحه کي کتلي دي او په افغانستان کې یې د دایمي سولې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ورسره خبرې کړې دي. خبرپاڼه کاږي، د طالبانو د سیاسي دفتر مذاکراتي ټیم چې په ترکیب کې یې د سیاسي دفتر رییس شیرمحمد عباس ستانکزی، د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د سیاسي دفتر یو شمېر نور غړي شامل وو. خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، طالب استازو د ستونزو د حل او واقعي امن په راتلو کي د بهرنیو ځواکونو موجودیت لوی خنډ وباله او زیاته یې کړه، چي افغانستان یو اسلامي هیواد دی، خپل اسلامي ارزښتونه او ثقافت لری او د هغو په پام کې نیولو سره دې د واقعي او افغان شموله حل لپاره هڅې وشي. د سرچینې په وینا په پای کي دواړو لوریو هوکړه وکړه چې خپلو غونډو ته به په راتلونکې کې هم دوام ورکوي.




































