تاسې هغه څوک یاست چې فکر یې کوی. که فکر کوی چې له ښه چا سره به مله نه شی او د ګډ ژوند لپاره به ښه ملګری پیدا نه کړی، له بده مرغه باید ووایم چې همداسې به کېږي. که فکر کوی چې هېڅکله به له پوره (قرض) خلاص نه شی، په ډېر احتمال همداسې به کېږي. له ځان سره داسې مثبت فکر وکړئ چې تاسې ډېر غوره یاست، پیاوړي یاست، ارزښت لری، نوښت لری او په ژوند کې درته ډېرې ښې ورځې په تمه دي. له هغو منفي فکرونو چې ذهن مو یې ککړ کړی، ځان خلاص کړئ او پر هغه څه تمرکز وکړئ چې خدای پاک (ج) یې درسره وعده کړې ده.
ارواپوهان وایي، که شپه او ورځ پر مثبتو خبرو او هیلو تمرکز وکړئ، هغه ونې ته ورته کېږی چې کرل شوې ده او په سمه توګه یې اوبه کوی او پالنه یې کوی. پاڼې یې نه رژېږي او د کال په ځینو فصلونو کې به وده کوي. هغه دي چې بیا به مو یوه ورځ له سیورې او میوې نور خلک هم ګټه اخلي.