شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

جنرال رازق: پاکستاني پوځيانو ته اجازه نه ورکوو چې پر ډېورنډ فرضي کرښې اغزن تار وغځوي

اکتوبر 14, 2018
in افغانستان
0 0

د کندهار امنیه قوماندان وايي، پر ډېورنډ فرضي کرښې د پاکستان له خوا د اغزن تار غځولو ته اجازه نه ورکوو.

جنرال عبدالرازق پرون پژواک خبري اژانس ته ویلي، پاکستان د هېواد د ختیځو ولایتونو په څېر په سوېل کې هم پر ډېورنډ فرضي کرښې د اغزن تار غځولو کار پیل کړی، خو سرحدي ځواکونو یې مخنیوی کړی دی.

هغه زیاته کړې: «پاکستاني ځواکونو دوې اونۍ وړاندې د سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو تر منځ د سرو څاهانو په سیمه کې پر ډېورنډ فرضي کرښې د اغزن تار غځولو کار پیل کړ چې سرحدي ځواکونو لګول شوې پایې لرې او د هغوی د کار مخنیوی یې وکړ.»

دی وايي چې د دوی د دغه کار په غبرګون کې وسله والو طالبانو د پاکستان په لارښوونه په سپین بولدک، معروف، ارغستان او ښورابک کې پر سرحدي ځواکونو پراخ بریدونه وکړل.

د ده په خبره، د دوی موخه دا وه چې سرحدي ځواکونه بوخت وساتي او دوی په ډاډه زړه دا  اغزن تار وغځوي.

امنیه قوماندان یادونه کړې چې سرحدي ځواکونه به د خپلې خاورې د دفاع په خاطر یو ځل بیا پر ډېورنډ فرضي کرښې د پاکستان له خوا د تاسیساتو جوړولو او اغزن تار غځولو مخنیوی وکړي.

د جنرال رازق په وینا، که طالبانو ته رښتیا د هېواد ځمکنی تمامیت او ملي ګټې ارزښت لري، نو له پاکستاني ځواکونو سره دې د ممکنه جګړې پر مهال افغان ځواکونو ته مزاحمت او د دوی پر امنیتي پوستو دې بریدونه نه کوي.

ده څرګنده کړې چې پر ډېورنډ کرښې به د اغزن سیم غځولو ته په هېڅ ډول اجازه ور نه کړي او د دښمن د هر ډول اشغال مخنیوی به کوي.

د یادونې ده چې یو کال مخکې ډېورنډ کرښې ته څېرمه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د لقمان او جهانګیر سیمو د ملکیت پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ سخته نښته وشوه چې دواړو لورو ته پکې درنه مرګ ژوبله واوښته.

لقمان او جهانګیر کلي د ډېورنډ کرښې په صفري برخه کې د سپین بولدک اړوند هغه دوې سیمې دي چې پاکستاني لوري یې د ملکیت دعوه کوله او دغلته یې سرشمېرنه کوله چې د افغان ځواکونو له خوا یې مخنیوی وشو.

له همدې امله د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه وشوه چې څو ساعته یې دوام وکړ.

جګړې نه یوازې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واړوله، بلکې د سپین بولدک لار هم د ۲۳ ورځو لپاره د هر راز تګ راتګ پر مخ وتړل شوه چې له امله یې خلکو او سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان واوښت.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امريکا خبري رسنۍ: امريکا او برېتانيا د هرمز تنګي د يوې نړيوالې غونډې په چمتو کولو بوخت دي

جولای 25, 2026

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو پر حوثيانو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

ايران: په څو هېوادونو کې مو د امريکايي ځواکونو پر اړوندو موخو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

جولای 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In