نړیوال په دې پوهېدلي چې د افغانستان امنیت د ټولو خواوو په ګټه دی. نشنل انټرسټ نشریه په یوه مقاله کې لیکي په دې وروستیو کې د افغانستان سولې ته هیلې ډېرې شوې دي. د نشریې په باور څو داسې نښې نښانې شته چې ښيي امریکا او افغان حکومت په عملي توګه غواړي په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي. په مطلب کې وړاندې راځي د ځانګړو ځواکونو له لوري پر طالبانو د بریدونو ډېرېدل، له طالبانو سره د امریکا د مخامخ خبرو پیلېدل او د افغانستان له سولې د سیمې د ټولو هېوادونو ملاتړ هغه څه دی چې ښيي د افغانستان سوله نږدې شوې ده. د نشنل انټرسټ په وینا بلخوا اروپا، منځنۍ اسیا، امریکا، روسیې، چین او نورو ښکېلو هېوادونو دا درک کړې ده چې امن افغانستان د ټولو په ګټه دی. سرچینه زیاتوي، ډېری طالب قومندانان له جګړو ستړي شوي دي او غواړي د سولې لار خپله کړي. نشنل انټرسټ همدا راز زیاتوي چې عام افغانان هم له جګړو ستړي شوي دي او لنډمهاله اوربند وښوده چې افغانان له جګړو نفرت لري او نور باید د سولې فضا رامنځ ته شي.




































