د سولې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په کابل کې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره کتلي دي. د حزب اسلامي لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوړیو په ملي او نړيوالو مسائلو په تفصیل سره خبرې کړې دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو په هېواد د جګړې د پای ته رسولو، د سولې د تامين، راتلونکو ټاکنو او ځينو نورو مهمو ملي مسائلو خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې خليلزاد د سولې په برخه کې د حزب اسلامي د مشر هڅې وستايلې او د لا زياتې همکارۍ غوښتنه يې وکړه. د خبرپاڼې له مخې، د حزب اسلامي مشر خليلزاد ته ډاډ ورکړ، چې د جګړې د پای ته رسېدو او بین الافغاني سولې د ټينګښت په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. خبرپاڼه زیاتوي، حکمتیار پر شفافو او عادلانه ټاکنو هم ټینګار کړی او زياته کړي یې ده، چې له بحرانه د وتلو يواځنۍ لار رڼې ټاکنې دي .




































