غذایي رژیم د نویو زېږوونکو مېرمنو او نوي زيږېدلي ماشوم پر روغتیا مستقیمه اغېزه کوي. د حمل پر مهال هم مېرمنې نه یوازې د خپل ځان، بلکې د خپل جنین د اړتیاوو د پوره کولو مسوولیت پر غاړه لري، خو له زېږون وروسته دغه څه بېخي په دوی پورې اړوندېږي، څو د ځان او خپل ماشوم دواړو خیال وساتي.
دا چې میندې خپل ماشوم ته شیدې ورکوي، نو اړتیا ده چې حساسیتونو ته په پام سره خپل غذایي رژیم برابر کړي. دې ته هم باید پام وشي، چې کوم خواړه د زېږون په وخت او کوم خواړه له زېږون ورسته د دواړو په ګټه دي.
نوې زېږوونکې مېرمنې دې هڅه وکړي چې پروټین، مېوې، سبزۍ او غلې- دانې په خپل غذایي رژیم کې ور زیات کړي. دا چې اوس مور مجبوره ده خپل ماشوم ته شیدې ورکړي؛ نو د لبنیاتو، په ځانګړي ډول شیدو خوړل دې نه هېروي. دا هم ښکاره ده چې په دې وخت کې د غوړو غذاګانو خوړل په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي، نو میندې دې ترې په جدي توګه ډډه وکړي.