خپلو پښو ته مو وګورئ، ایا حاضر یاست چې د یو میلیون ډالرو په بدل کې خپلې پښې یو چاته ورکړی؟ زه خو وایم په هېڅ صورت به دا کار ونه کړی. کلونه مخکې په بهر کې په یوه پېښه کې د یوه کس لاس ټپي شو او بالاخره پرې شو. محکمې پرېکړه وکړه چې دې کس ته باید د غړو د نقص په بدل کې یوولس میلیونه ډالره ورکړل شي. خپلو لاسونو ته مو وګورئ. دا هم یوولس میلیونه ډالره بیه لري. په یوه بل ښار کې یوه ښځه چې په ملي بس کې سپره وه، ملي بس ترافیکي پېښه وکړه او د ښځې ملا ستونزه پیدا کړه. داسې چې نوره له کار کولو ولوېده. ټرانسپورټي شرکت ښځې ته د جريمې په ډول شل میلیون ډالر ورکړل. اوس مو د خپل بدن غړو ته هم پام وکړئ. یوازې په دې دوو برخو کې تاسې څو میلیون ډالر بیه لری؟ اوس مو د ځان په اړه یو څه ښه احساس ونه کړ؟
ډېر کله موږ یوازې نور ښه بولو او ځان راته بې ارزښته ښکاري. خدای پاک وایي، د درکړل شوو نعمتونو شکر اداء کړئ او خپل ځان هم وهڅوئ. تاسې تر نورو ځانګړي او غوره یاست.