ښکېلې خواووې دې اجازه ورکړي چې په افغانستان کې راتلونکې ټاکنې په امنه فضا کې ترسره شي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي په دې وروستیو کې پر ټاکنیزو کمپاینونو بریدونه ډېر شوي دي او دا له ټولو نړیوالو اصولو سره په ټکر کې عمل دی. دده په خبره ترهګر پر عامو وګړو بریدونه کوي، د بشر ضد جنایت ترسره کوي او په دې توګه ښيي چې د بشریت ضد جګړه یې روانه کړې ده. هغه پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې په افغانستان کې دې ټاکنو ته زمینه برابره کړي، له تاوتریخوالي دې لاس واخلي او اجازه دې ورکړي چې افغانان خپل انتخاب وکړي. دده په خبره که ټاکنې په امنه فضا کې ترسره شي، نو خلک به خپل وړ او په کار پوه وکیلان پارلمان ته ولېږي او د هېواد له راتلونکې سره به یې ستره مرسته کړې وي. انتونیو ګوتریش په څو ولایتونو کې پر ټاکنیزو کمپاینونو او نوماندانو وروستي بریدونه هم په کلکو ټکو غندلي دي.




































