د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي. د کندهار امنیه قومندان وايي پاکستاني عسکرو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې د شورابک ولسوالۍ په سرو شنو سیمه کې خپل اغزن سیم تېر کړي، نو پر افغان پوځیانو یې برید کړی دی. دده په خبره دمګړی جګړه پای ته رسېدلې ده خو په ځوابي برید کې ۳ پاکستاني عسکر وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. نوموړي وویل، پاکستان په غیر قانوني توګه په ځينو سیمو کې اغزن سیم تېروي او دی به ددې کار اجازه ور نه کړي. هغه پر مرکزي حکومت هم نیوکه کړې ده، چې د اغزن سیم د تېرولو په اړه پټه خوله دی او د پاکستاني پوځ ددغه غیر قانوني کړنو په اړه غږ نه اوچتوي. تر دې وړاندې هم په ننګرهار، خوست، کندهار او نورو سیمو کې د پاکستاني او افغان ځواکونو ورته نښتې رامنځ ته شوې دي، خو د ملي یووالي حکومت تر اوسه په دې اړه واضح او قوي دریځ نه دی غوره کړی.




































