یوناني درمل که څه هم چې په پوره طبيعي ډول جوړ شوي وي، کېدای شي د ځیګر لپاره زیان پېښ کړي. تاسو به لیدلي وي چې زموږ ډېری هېوادوال له دې ډول درملو ګټه اخلي او ان د روغتیا وزارت هم د دې ډول درملو پلورونکو ته د کار اجازه ورکړې ده. څېړنو ښودلې، دا چې په دې ډول درملو کې د بېلابېلو بوټو د یو ځای کېدو انډول په پام کې نه وي نیول شوی، نو کېدای شي ځیګر ته زیان واړوي او د تور یا هم سپین زېړي لامل شي. په ډېری هېوادونو کې د دې ډول درملو کارول بېخي بند شوي دي، خو په ځینو هېوادونو لکه هند او نورو کې لا هم له یوناني درملو څخه ګټه اخیستل کېږي او کارونه یې پر یوه دود بدله شوې ده. له ډاکټرانو سره تر سلا پرته د طبيعي او يوناني درملو له کارولو ډډه وکړئ. په خپل سر مسکن درمل مه کاروئ. مسکن درمل، چې اېسټامینوفين لري، که له کچې ډېر مصرف شي، ځیګر ته زیان رسوي. ډېری کسان دغه ډول درمل کاروي، خو له زيانونو يې خبر نه دي. که دغه درمل د زکام له درملو سره يو ځای وکارول شي، نو زيان یې لا ډېرېږي؛ ځکه کوم درمل چې د زکام لپاره کارول کېږي، هغه هم په زیاته پیمانه اېسټامینوفين لري.