پر ډیورنډ فرضي کرښه د افغان او پاکستاني پوله ساتو تر منځ له جګړې وروسته پاکستاني چارواکو په یاده سیمه کې د اغزن سیم غځولو کار درولی دی. د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عیسی وایي، چې تېره ورځ د کندهار د سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو د سرو څاهاتو په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو سره د افغان سرحدي ځواکونو له څو ساعته جګړې وروسته جګړه او سیمه کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د اغزن سیم د غځولو کار درېدلی او سیمې ته تازه دمي ځواکونه هم رسېدلي دي. پاکستان د جګړې له پیل سره سم د دواړو هېوادونو تر منځ دروازه هم د تګ راتګ پر مخ وتړله. پاکستاني پوځاینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



































