د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وایي، په روزنيز کمپ کې روزل شوي د سيمه ييزې اردو درې ټولۍ تر فراغت وروسته د ننګرهار درېيو ولسواليو ته لېږل شوې دي. د چارواکو په وينا، دغه ۳۴۰ کسان به پچيراګام، هسکې مېنې او خوږياڼو ولسواليو کې پر دندو وګومارل شي. د سيلاب قول اردو درستيزوال تورن جنرال اسدالله کوهستاني وويل چې د سيمه ييزې اردو دغه سرتېري د پچيراګام، خوږياڼو او هسکې مېنې ولسواليو اوسېدونکي دي او بېرته په همدغو سيمو کې پر دندو ګومارل کېږي. سیمه ییزې اردو تر دې وړاندې په دوو ولایتونو کې ښه نتیجه ورکړې او ټاکل شوې د هېواد نورو هغو سیمو ته هم دا پروسه وغځېږي چې نا امنه دي.



































