د ټایلنډ په یالا ایالت کې د کنټرول پر کرښه یوه پوسته باندې وسله وال برید شوی دی چې له امله یې ۱۵ تنه وژل شوي دي. د بنکاک د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي، د یالا ایالت په یو لري پراته کلي کې څو تنو وسله والو چې شمېر یې لا تر اوسه کره شوی نه دی د ماشیندارو او لاسي بمونو په واسطه پر یوه پوسته برید کړی دی. ویل شوي چې دوی له هغې ډلې سره تړاو لري چې د ټایلنډ دریو جنوبي سرحدي ایالتنونو کې وخت ناوخت وسله والې نښتې کوي. د ټایلنډ حکومت وایي دا برید ښایي د دې هېواد په جنوب کې مېشتو یاغیانو کړی وي. ټایلنډي چارواکي د دې هېواد په جنوب کې مېشتو مسلمانانو ته د یاغیانو خطاب کوي. د راپورونو له مخې دا پوسته رضاکارو پوځیانو ساتله. په سیمه کې پولیسو ویلي، دا په دې وروستیو کلونو کې په یاد هېواد کې تر ټولو خونړی برید و.






































