المان خبري اژانس د تاجکستاني چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې له ازبکستان سره پر پوله، په یوه وسله واله نښته کې د دوو پوځیانو په ګډون ۱۷ ترهګر وژل شوي دي. د چارواکو په وینا دا پېښه تېره شپه له پلازمېنې دوشبنې څخه شاوخوا ۵۰ کیلومټره لرې، له ازبکستان سره پر پوله رامنځته شوې ده. چارواکو ویلي، دا برید یو شمېر مخ پټو وسله والو د پوله ساتو ځواکونو پر یوه پوسته باندې کړی دی چې له امله یې دوه تاجکستاني پوځیان وژل شوي دي. راپور کاږي، د تاجکستاني پوځیانو په متقابلو ډزو کې ۱۵ ترهګر وژل شوي او پنځه تنه نور یې ژوندي نیول شوي دي. چارواکو د برید د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو زیاته کړې یې ده چې دوی خپلې څېړنې پیل کړې دي.






































