بورکینافاسو کې چارواکي وايي، د کانونو کمپنۍ پر کاروان برید شوی چې له امله یې ۳۷ کسان وژل شوي او ۶۰ ټپیان دي. د کاناډایۍ کمپنۍ سیمفو د کارکوونکو لېږدونکو پنځو بسونو باندې له بونګو ۴۰ کیلومتره لرې برید شوی دی. ویل کېږي تر وسله وال برید مخکې د پوځي بدرګې ګاډی باندې د ښخ شوي ماین چاودنه شوې ده. دا په تېرو ۱۵ میاشتو کې پر سمفو دریم مرګونی برید دی. د لوېدیخې افریقا دغه هېواد د توندلارو له تاوتریخوالی سره مخ دی چې وروستیو کلونو کې یې په سلګونو کسان وژلي دي. دغه کمپنۍ په یوه خبرپاڼه کې وايي، د دې برید له امله یې کار نه دی اغېزمن شوی او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښيي، خو د قربانیانو نومونه یې نه دي په ډاګه کړي. تېره میاشت هم شمال کې د سروزرو کان کې د برید له امله ۲۰ کسان ووژل شول.






































