د راپورونو له مخې د ټوېټر دوه کارکوونکي چې یو یې د امریکا او بل یې د سعودي عربستان تبعه دی، د سعودي حکومتي چارواکو ته په جاسوسۍ تورن شوي دي. دوی همدا راز له ایف بي ای سره د غلطو معلوماتو د شریکولو له امله هم مجرم ګڼل شوي. د راپورونو له مخې دوی د سعودي عربستان له حکومت سره د هغو کسانو معلومات شریکول چې د آل سعود کورنۍ پر ضد یې څرګندونې کولې. له دې ډلې د علی الزباره په نوم یوه کس د نږدې شپږ زره کاروونکو معلومات د سعودي عربستان له حکومت سره شریک کړي دي. د ټوېټر کمپنۍ وایي دوی دې ته متوجه دي چې د ډېرو کاروونکو ژوند یې له خطر سره مخ دی او په هېڅ صورت چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د کاروونکو شخصي معلومات یې له نورو سره شریک کړي.






































