عراقي امنیتي ځواکونو په بغداد کې لږترلږه شپږ او بصره کې څلور اعتراض کوونکي په ډزو وژلي. پولیسو او روغتیايي سرچینو ویلي، چې د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ نښتو کې لسګونه نور ټپیان شوي هم دي. راپورونه وايي چې امنیتي ځواکونو په مرکزي بغداد کې د شهیدانو پل ته نږدې په معترضانو ډزې کړي چې شااوخوا ۳۵ کسان یې ټپیان کړي دي. اعتراض کوونکو هڅه کوله چې پر دجلې سیند دوو پلونو ته یې نږدې موانع لرې کړي، څو د بغداد ښار لوېدیځې غاړې ته واوړي او هلته هغې زرغونې سیمې ته ځان ورسوي چې دولتي ودانۍ او بهرني سفارتونه په کې دي، خو پولیسو یې مخه نېولې ده. له څو اوونیو راهېسې د روانو دې حکومت ضد اعتراضونو ګډونوال هغه عراقیان دي چې په حکومتي ادارو کې فساد، بېکارۍ، د لومړنیو خدمتونو نشتوالي او په دې هېواد کې د ګاونډي ایران لاسوهنو غوصه کړي دي.






































