د ایران په شمال لوېدیځ اذربایجان ولایت کې د رېښتر په کچه ۵.۹ درجې زلزلې ۶ تنه مړه کړي او ۳۴۵ نور یې ټپیان کړي دي. دغه زلزله چې تېره شپه دوه بجې او ۱۷ دقیقې د میانه سیمې په ترک ښار کې شوې له امله یې د هستوګنې څه باندې ۴۰ کورونه هم تخریب شوي دي. ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې د پېښې له ځایه څه باندې ۴۰۰ کورنۍ تبریز ښار ته رسېدلي دي. د دغې زوروې زلزلې ټکانونه د مرکز تهران ترڅنګ د ایران په ګڼو لرې پرتو سیمو کې هم احساس شوي دي. په ایران کې بېړنیو پېښو ته د رسېدو ادارې ویلي، چې کېدای شي په زلزله کې د مړو شوو کسانو شمېر نور هم زیات شي. دغه ادارې همدارنګه ویلي، چې زلزله ځپلو سیمو ته یې د هیلکوپټرو له لارې د بېړنیو مرستو رسولو بهیر پيل کړی دی.






































