. د راپورونو له مخې نامعلومو وسله والو د القیاره پر نظامي اډه ۱۷ راکېټ توغولي دي. امریکایي چارواکو تر اوسه ددغه راکیټي بریدونو د ځاني او مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې برید تلفات لري. القیاره د عراق په شمال کې د امریکايي ځواکونو مهمه نظامي اډه ده چې ددغه پوځ سلګونه عسکر او نظامي تجهیزات پکې موجود دي. ددغه نظامي اډې ډېری عسکر دداعش ضد جګړه کې فعالیت کوي. د عراق ددفاع وزارت ویلي چې په القیاره کې د امریکايي ځواکونو هوايي قوتونه هم پراته دي. سرچینې وايي ددغه راکیټي بریدونو د عاملینو پر ضد عملیات پيل شوي دي.






































