د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویې کمیساري ویلي چې په عراق کې د اکتوبر میاشتې له پیله تر اوسه ۲۷۰ اعتراض کوونکي شوي او تر اته زره ډېر نور ټپیان دي. د یادې ادارې له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، کېدای شي د دې اعتراضونو پر مهال تر دې ډېر شمېر وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي وي. ملګرو ملتونو له عراقي حکومته غوښتنه کړې ده چې د اعتراض کوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د هغوی غوښتنې جدي ونیسي. دا لاریونونه چې له تېرې اکټوبر میاشتې راهیسي د فساد، بې روزګارۍ او د یاد هېواد په چارو کې د ایران د لاسوهنو پر ضد پیل شوي دي، امنیتي چارواکو یې د مخنیوي لپاره په وار وار پر اعتراض کوونکو ډزې کړې ډي او ګڼه مرګ ژوبله یې وراړولې ده.






































