د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په یوې تازه مرکه کې ویلي، امریکا اوسمهال په تر ټولو بد وضعیت کې قرار لري. هغه زیاته کړې، امریکا تر بل هر وخت ډېر یو بې ثباته وضعیت تجربه کوي. بوش ویلي، دی راتلونکې ته خوشبین دی ځکه چې په وینا یې ډموکراسي پخپله خپل ځان ترمیمولی شي، ګنې اوس هېواد په داسې وضعیت کې دی چې ده یې په تېر کې هیڅ سارې نه وه لیدلې. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، نیکمرغي دا ده چې دا هېواد په تېر وخت کې هم له ورته ستونزو سره مخ شوی دی خو ډموکراسي هغه څه ده چې پخوا یې هم دا هېواد له ورته ګردابونو ژغورلې ده او اوس هم تمه شته ده. بوش په مستقیمه توګه پر ټرمپ نیوکه نه ده کړې خو زیاته کړې یې ده چې اوسني واکمنان باید ځانونه اصلاح کړي.






































