کله چې خدای پاک خپل روح په انسانانو کې پوه کړ، په دې مانا چې د هغوی پر سر یې یو تاج کېښود. دې تاج ته د شکر او افتخار نوم ورکړل شو. ستاسې پر سر دا تاج د حاکمیت مانا ورکوي، د لطف او مهربانۍ مانا ورکوي او دا تاج د دې ښکارندویي کوي چې تاسې یو عادي مخلوق نه یاست. تاسې له یوې سلطنتي کورنۍ څخه یاست. کله مو چې دا تاج پر سر وي، له کبله یې د ویاړ احساس وکړئ او له ځان سره داسې فکر وکړئ:
حق لرم چې د خدای پاک له لطفه برخمن شم. دا زما حق دی چې بریالی ژوند وکړم او په مخ کې پرتې ستونزې او خنډونه له منځه یوسم، دا ځکه چې خدای پاک زما پر سر د افتخار تاج اېښی دی.
د ځان درک کول مو په ژوند کې بدلون راوستلی شي. که د نورو خلکو خولې ته وګوری او د هغوی پر خبر باور وکړی، بیا نو تاسې یو معمولی کس یاست. که فکر وکړی چې تر نور ټیټ او کمزوري یاست او په خپلو پخوانیو تېروتنو کې ځان غرق کړی، نو هغه ده چې وړتیاوې مو محدودېږي. نو بیا به څه پېښېږي؟ بیا به مو پر سر دا تاج نه وي.