په امریکا کې د زړه ناروغۍ د وقايې مرکز وایي، د زړه ناروغۍ د ښځو د مړینې اصلي لامل دی. دغه مرکز وایي، په هرو څلورو مړې کېدونکو ښځو کې د يوې د مړينې لامل د زړه ناروغي وي. دغه محاسبه د نارینهوو لپاره هم صدق کوي او د نارینهوو په مړینه کې هم د زړه ناروغي له پامه نه شي غورځول کېدای. د امريکا د زړه ناروغۍ د وقايې مرکز وايي، په ټوله نړۍ کې یوازې ۵۴ سلنه ښځې دې پېښې ته متوجه شوې دي. د زړه د ناروغیو په اړه وړاندوینه او له دې ناروغۍ څخه ځان ژغورل ډېره جدي مسئله ده، چې باید پام ورته وشي. په دې لیکنه کې د زړه د ناروغیو له هغو نښو نښانو سره اشنا کېږی، چې د ښځو د مړینې لامل کېږي. د نیویارک په هیل لنوکس روغتون کې د ښځو د زړه د سلامتیا د موسسې ريیس او د نړیوالې تغذیې د ټولنې بنسټ اېښودونکی ډاکټر سوزان شتاینباوم وایي، د زړه ناروغۍ په ټوله کې د رګونو د تنګوالي له کبله منځ ته راځي، خو دا چې زړه له څلورو برخو جوړ شوی، نو ناروغۍ یې هم په بېل بېل ډول د هرې برخې اړوندې کېدای شي.