تر هغه وروسته چې ترکي ځواکونه د سوریې شمال ته ننوتل دا لومړی ځل دی چې د سوري او ترکي دولتي ځواکونو ترمنځ نښته کېږي. ویل کېږي چې په پېښه کې د سوريې د پوځ دوه لوړپوړي جنرالان ټپیان شوي دي. همدا راز د سوریې د تلویزیون څو خبریالان هم ټپیان شوي. د نورو تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو ویل کېږي چې نښتې څو ساعته ادامه کړې ده. ترکیه وایي چې کرد او نور وسله وال باید په سوریه کې ۳۰ کیلومتره د ترکیې له پولو لرې وي او دلته باید امنه سیمه رامنځ ته شي. کردي وسله وال په شا شوي دي خو وخت ناوخت د نښتو خبرونه ورکول کېږي.






































