د عراق بغداد د تحریر میدان په واټونو کې پولیسو درې لاریونیوال وژلي دي. وړاندې د عراق لومړي وزیر د اصلاحاتو راوستو ژمنه کړې وه. عراقي روغتیايي سرچینې او پولس وايي، دوه کسان په ډزو او یو بل د اوښلن غاز په مرمۍ وژل شوي دي. لومړي وزیر عادل عبد المهدي د بغداد له واټونو څخه د لاریونوالو د ایستلو غوښتنه کړې ده. تراوسه په پنځه اونیزه لاریونونو کې تر ۲۶۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. عراقي امنیتي ځواکونو پرون هڅه وکړه په زور او اوښلن غاز لاریونیوال د بغداد له درېیو مهمو پلونو تیت او پرک کړي. عراق د مالي او اداري فساد لرونکو هېوادونو په نوملړ کې دوولسم هېواد دی. د اکتوبر میاشتې له لومړیو زرګونه لاریونوال راووتل چې د بې کارۍ او مالي فساد پرضد او د ټولنیزو خدمتونو د ډېرېدو په پلوۍ یې لاریونونه پیل کړل.






































