ځینې وخت ساهلنډي په تنفسي سيسټم کې د ستونزې له کبله وي، چې د حل لپاره یې باید ورزش وشي او که د هوا د یخوالي له کبله وي، باید د الرژۍ ټابلېټ وخوړل شي، خو که داسې نه وي بیا د زړه د ناروغۍ نښه کېدای شي. ډاکټر سوزان شتاینباوم وایي، د زړه اصلي دنده د وینې په وسیله د اکسیجن رسول دي، خو که ونه شي کولی په سم ډول اکسیجن ورسوي، په دې مانا ده چې زړه له ستونزې سره مخ شوی دی. د زړه د ناروغۍ پر مهال تنفسي ستونزې دومره ډېرېږي، چې ان سړی نه شي کولی وغځېږي. د زړه ناروغي د بدن غړو ته د اکسیجن رسېدل ستونزمنوي. که تاسو هم په ساه اخیستو کې ستونزه لری او دغه ستونزه مو د الرژۍ له کبله نه وي، ښه ده چې له اړوند ډاکټر سره سلا وکړئ. د سینې په قفس کې دروندوالی، چې د انژین په نوم هم یادېږي او ورسره ساهلنډي، د زړه د ناروغۍ اصلي نښې بلل کېږي. ډېری ښځې داسې احساس کوي چې پر سینه یې دروند شی اېښودل شوی او یا یې په معده کې شته خواړه هضم شوي نه دي. که له دې ډول پېښې سره مخ شوی او ښه پوه وی چې لامل یې بل څه نه شي کېدای، نو ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.